کابل ټکی کام ۱۹وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالۍ امنيه قوماندان مطيع الله عبد الرحيمزی وايي، چې د دې ولسوالۍ د اربکيانو قوماندان شاه اغا تېره ورځ په کابل ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
پېښه د کابل ښار د اولې حوزې اړوند په باغ علي مردان کې رامنځته شوې ده.
امنيه قوماندان وايي، (شاه اغا) تېره ورځ ماښام مهال په باغ علي مردان سيمه کې پياده روان و، چې ناپېژاندو وسله والو پرې بې درېغه ډزې وکړې او نوموړی يې وواژه.
د هغه په وينا بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.
د پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې او نه يې هم د کابل پوليسو په اړه څه ويلي دي.
خو د محمد آغې امنيه قوماندان وايي، چې طالبانو د اربکيانو دغه وژل شوي مشر ته له ډېر پخوا راهيسې د مرګ ګواښونه کول او شونې ده، همدوی وژلی وي.
















