کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۰ زمری ، ۱۳۹۸ل)
د افغان قضیې دحل په موخه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته پر لار پاکستان کې هم تم شوی او هلته یې له ځینې چارواکو سره خبرې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغان طالبانو سره پاکستان ته د دوي د سفر او پاکستاني چارواکو سره یې د خبرو اړوند مسایل نهايي شوي دي چې ژر به طالبان دې هېواد ته رسمي سفر وکړي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره اونۍ واشنګټن کې له ولسمشر ټرمپ سره تر خبرو وروسته وویل چې له افغان طالب مشرانو سره به وویني اودسولې اړوند به هر اړخیز بحثونه وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، محمد فیصل وویل “پاکستان له طالبانو سره د سولې په پروسې د ښه نیت او افغانستان او سیمې د سولې، ثبات او امنیت په برخه کې د نړیوالې ټولنې سره د ګډ مسولیت له مخې، اسانتیاوې برابرې کړې.- خو د پایداره ثبات لپاره به وروستۍ پرېکړه خپله افغانان کوي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ (اګست۱) خبریالانو سره خبرې کولې او وې ویل. لا معلومه نه ده چې افغان طالبان کله پاکستان ته سفر کوي؟
خو وسلوالوطالبانو هم ویلي وو که رسمي بلنه ورکړل شي؛ پاکستاني چارواکو سره به د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړ شي.
پاکستان داسې مهال له افغان طالبانو سره د خپلو احتمالي مذاکراتو خبره کوي چې امریکا او طالبانو هیله ښودلې چې په قطر کې راتلونکي مذاکرات وروستي وي او یوې موافقې ته به ورسیږي.
داپه داسې حال کې ده چې ددې قضیې برخلیک ټاکونکو دواړو ټیمونو دپرمختګ او موافقې خبرونه ورکړي، او دیوې تلپاتې سولې هیله یې ښودلې.


















