کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۱۳ زمری ، ۱۳۹۸ل)
دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو اسټرلیا ته تر سفر وروسته یوځل بیا ټینګار کړی چې افغان جګړه دنظامي لارې دحل وړ نه ده، پکار ده چې دسیاسي لارو چارو حل کړل شي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو د خبرو اترو د دوام پر مهال مایک پومپیو داڅرګندونې کړې دي.
پومپیو زیاتوي، ټرمپ په دې هڅه کې دی چې له ډپلوماټیکو لارو افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم او روانې جګړې ته دپای تکی کیږدي.
نوموړی چې اسټرالیا ته تللی دی په یوه خبري کنفرانس کې یې دغه راز ویلي، ټرمپ غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان یو ځلې بیا امریکا ته پر یو ګواښ نه بدلېږي.
هغه زیاته کړې، ټرمپ په خپله هم دا په وار وار څرګنده کړې ده چې دوی له سیاسي لارو هڅه کوي څو له افغانستانه د خپلو ځواکونو او پوځي تجهیزاتو ایستلو ته زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، هېواد یې په دې باور دی چې افغان جګړه پوځي حل نه لري نو په کار ده چې په ټول قوت د دې جګړې پر سیاسي حل لارو تمرکز وشي.
پومپیو روانه ونۍ دوه یادرې ځله په دې خبرې اصرار وکړ چې په عاجله توګه باید یو توافق رامنځته شي، ترڅو امریکا خپل ډاډ حاصل، اوافغانستان دیوې تلپاتې سولې کوربه شي.
















