(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۴)
د ليبيايي رسنيو د راپورنو له مخې، د دغه هيواد په غربي سيمه کې د واده پر مراسمو هوايي برید کې ۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپور زياتوي، د خليفه حفتر په مشرۍ ځواکونو د مرزق ښار کې څلور ځلې د یوه واده پر مراسمو هوايي بریدونه کړي چې په ترڅ کې يې شل تنه وژل شوي او پنځه ديرش تنه نور ټپيان دي.
څه موده مخکې هم د حفتر اړوند هوايي ځواکونو په طرابلس کې د کډوالو پر یوه کمپ هوايي بريد کړی و چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
د یوه بل خبر له مخې د مصر په پلازمينه قاهره کې چاودنې اووه لس تنه وژلي او تر شلو زيات ټپيان دي.
ويل کيږي په یوه روغتون کې د ګازو ډبې چاودنه کړې او یاده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د مصر د کورنيو چارو وزارت وايي، که څه هم دا یو ترهګريز برید نه دی خو دوی به يې په اړه څيړنې وکړي.
















