(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۴)
د جوزجان ولايت په خانقاه ولسوالۍ کې طالبانو پر پوځي قرارګاه برید کړی چې د سيمه ييزو چارواکو په وينا عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جوزجان د ولايتي شورا غړی عبدالحی حیات وايي، تيره شپه طالبانو په خان قاه ولسوالۍ کې پر یوه پوځي مرکز حمله کړې چې به ترڅ کې شپاړلس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی وايي، د عسکرو تيښته د دې سبب شوه چې محلي پوليسو ته تلفات واوښتل.
نوموړی وايي، دغه برید د شبرغان- أقچې پر لاره شوی چې په ترڅ کې يې لس عسکر وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
د ښاغلي حيات په وينا، په یاده قرارګاه کې لس تنو پوليسو او شل محلي پوليسو دنده کوله، چې د یک شنبې په شپه لس تنو پوليسو د یوه هاموي ټانګ په واسطه د طالبانو د بريدونو له ويرې تيښته کړې چې طالبانو هم له موقع په استفادې پر یاده قرارګاه برید وکړ او محلي پوليسو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
د جوزجان د پوليسو ویاند مسعود نديم هم په یاده سيمه کې پر پوځي قرارګاه برید تاييدوي په وينا يې په دې اړه به نور جزيات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
له بله پلوه طالبانو د برید مسؤوليت منلی ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د خانقاه ولسوالۍ په شاه میرزا سيمه کې طالبانو یوه پوځي قرارګاه نيولې، نوولس تنه پوليس او اربکيان وژل شوي، شپږ تنه نور ټپيان دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د بريد په پايله کې په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې، مهمات او نظامي توکي هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.
















