(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۴)
د امريکا د مذاکراتي ټیم او طالبانو تر منځ مذاکرات پيل شول که تاسې په دغه پړاو مذاکراتو باره کې معلومات راکړئ.
که دا مذاکرات کامياب شي تاسې به څه لاسته راوړنې ولرئ؟
که دا مرحله کاميابه به شي لومړۍ لاسته راوړنه به دا وي چې د امریکاد متحده ایالاتو متحدين او ائيتلافينو ټول ځواکونه (قرارداديان، روزونکي، مشاورين) به له افغانستان څخه په ټاکل شوي مهالويش په بشپړه توګه ووځي. او اشغال به ختم شي.
دوهمه ګټه به دا وي چې د افغانستان استقلال به اعاده شي، د شهيدانو، مجاهدينو او ټولو هيوادوالو د اشغال د خاتمې ارمان به پوره شي او قربانۍ به يې رنګ راوړی وي.
بله دا چې سرتاثري سولې، امنيت او د واقعي اسلامي نظام لپاره به لاره هواره او لوی مانع چې (اشغال) دی له منځه تللی وي.
د اوربند او بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه که معلومات شريک کړۍ چې له توافق وروسته به ټول امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي او که یوه برخه به يې ووځي؟ د اوربند په اړه واقعي معلومات څه دي؟
چې د امریکا متحده ایالاتو سره د اشغال په خاتمې باندې توافق ته ورسيږو او دا توافق د بین المللي شاهدانو په حضور کې اعلان شي، بيا به بین الافغاني مذاکراتو ته داخليږو چې په دغه مذاکراتو کې به اجنډا اوربند هم وي، بيا به په بین الافغاني مذاکراتو کې په اساسي مسائلو لکه د اسلامي نظام قائمول، د اساسي قانون تدوين، په اړينو اصلاحاتو او سياسي نقشو باندې توافق وشي، بيا به جنګ هم له ټول افغانستان څخه ختم او ځای به يې سرتاثري سوله او امنیت ونيسی.
تاسې د مذاکراتو په برخه کې د اسلامي ګټو، شرعي اړخونو او ملي منافعو په نظر کې نيولو سره له څومره دقد نه کار اخلۍ؟
مذاکراتو کې مونږ اسلامي، شرعي او ملي ارزښتونه په ډير دقت سره په نظر کې نيولي، او د همدې ارزښتونو لپاره مو دا اتلس کاله بې شماره قربانۍ ورکړې، په هيڅ وخت کې به له ملي او اسلامي ارزښتونو څخه تنازل ونه کړو او نه مو کړی، په هره مسئله او پريکړه کې زمونږ په ټيم او سياسي دفتر کې، د افغانستان له مشهورو او منل شويو علماؤ سره مشورې کوو، د هغوی د فتواو په متابق مونږ مقابل لوري سره مسائل مطرح کوو، او د شریعت مطابق به مونږ له دوی سره فیصلې ته رسيږو. انشاءالله.
دا چې تاسې مخکې ويلي، چې د کابل ادارې سره به مذاکرات نه کوۍ او اوس د بین الافغاني مذاکراتو د پيل او غونډو خبرې کېږي ایا د دې څه مطلب دی؟ په دې کې به د کابل ادارې سره هم مذاکرات وشي که په دې اړه د اسلامي امارت رسمي دريځ راته روښانه کړۍ؟
د اسلامي امارت پخوانی او اوسنی موقف دا دی چې د کابل اداره د حکومت په حیث باندې په رسميت نه پيژنو او نه د حکومت په حیث ورسره مذاکرات کوو، البته که بین الأفغاني مذاکراتو کې کوم نماينده د یوه جهت په حیث باندې لکه د نورو بین الافغاني جهتونو نماینده ګان چې په ټيم کې موجود دي، دوی هم دي مونږ يې د یوه جهت په حیث منو، د حکومت نماینده يې نه بولو او نه يې دغه حکومت په رسميت پيژنو.
















