کابل: بګراميو کې د وسله والو او دولتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۶)

د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې د وسله والو او دولتي ځواکونو تر منځ له تيرې شپې راهيسې جګړه روانه ده.

د بګراميو ولسوالۍ امنيتي سرچينې وايي، د شيني پله سيمه کې وسله وال په يوه کور کې ځای پر ځای شوي و چې امنیتي ځواکونو لومړی کلابند او وروسته يې د دواړو خواوو تر منځ جګړه ونښته.

ويل کيږي، دغه نښته تيره شپه يوولس بجې پيل شوې او سيمې ته نږدې لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه وسله وال کومې ډلې پورې مربوط دي.

مربوطه مطالب

Back to top button