(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۶)
د راپورونو له مخې، طالبانو سره د بين الأفغاني مذاکراتي پنځلس کسيز پلاوي پر سر اختلافات پيدا شوي دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ويلي و چې طالبانو سره د مذاکراتو لپاره پنځلس کسيز پلاوی ټاکل شوی دی خو د یادو کسانو نومونه يې نه و په ډاګه کړي.
حکومتي مسؤولین وايي، د دغه پنځلس کسيز پلاوي پر سر چې د سياسي احزابو او جريانونو په خوښه انتخاب شوی ځينې افغان سياستوال يې په تړاو ملاحضات لري.
د دوی په وينا، د یاد پلاوي ډیری غړي حکومت ته نږدې کسان او پر ځينو يې امريکا نفوذ لري.
که څه هم د سولې په چارو کې د ګډ حکومت وزارت په اعلاميه کې د (حکومت او طالبانو مذاکرات) نومونو یادونه کړې خو طالب وياند سهيل شاهين تر دې مخکې ويلي و چې بين الافغاني مذاکرات به د ټولو سياسي جهتونو له مشترک مذاکراتي ټيم سره وي او حکومت به هم په دغه مذاکراتو کې یو جهت وي.
















