(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۶)
نن د چهارشنبې په سهار د کابل ښار شپږمه حوزه باندې موټربم برید ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په لومړيو کې داسې راپورونه ورکول شول چې موټربم برید د شپږمې حوزې په لومړي قره اول ترسره شوی او د ډزو غږونه هم اوريدل کيدل خو وروسته معلومه شوه چې ډزې خپله پوليسو کړي دي.
د کورنيو چارو د وزارت ویاند نصرت رحيمي پېښه تاييدوي په وينا يې له چاوديدونکو توکو ډک موټر د شپږمې امنيتي حوزې په نظام قراول کې چاودنه کړې ده.
نوموړي په دغه چاودنه کې پوليسو ته د اوښتو تلفاتو معلومات نه دي ورکړي خو عيني شاهدان وايي، په چاودنه کې ګڼ شمير پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډیری يې روغتونونو ته وړل شوي دي.
د عامې روغتيا د وزارت وياند وحيدالله مايار وايي، د چاودنې له ځایه ۹۵ ټپيان د کابل روغتونونو ته وړل شوي دي.
تر اوسه په چاودنه کې د وژل شويو کسانو دقيق ارقام نه دي خپاره شوي.
که څه هم ځينو حکومتي سرچينو ويلي چې د بريد قربانيان ډیری ملکي کسان دي خو طالبان وايي د برید هدف د ملي اردو د جلب وجذب مرکز او د پوليسو شپږم ماموريت دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه د یاد برید د مسؤوليت منلو تر څنګ ليکي، په یاده سيمه کې ملکو خلکو تګ راتګ نه درلود، ګڼ شمير عسکرو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې زياتوي: ” دکابل د نن برید د دغې کوڅې په آخري سرکې شوی. یوې خواته شپږمه حوزه او بلې خواته دجلب اوجذب مرکز وو. دلته ملکي خلکوته دتګ هيڅ اجازه نه ورکول کیږي او نه هغوی ته زیان اوښتي. په برید کې یوې خوا شپږمه حوزه او بلې خوا د جلب اوجذب مرکز په نښه شوي او دښمن ته درانه تلفات اوښتي”.
دولتي ځواکونو سيمه کلابند کړې او رسنيو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
















