کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۱۵زمری، ۱۳۹۸)
له تیرو څو ورځو راهیسي د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لخوا انتخاباتي کمپاینونه پیل شوي او ویل کیږي چې کابو ۲ میاشتې وروسته به انتخابات ترسره شي.
طالبانو د راروانو انتخاباتو په اړه په یوه خپره شوې اعلامیه کې خلکو ته د انتخاباتي پروسې نه د ځان ساتلو سپارښتنه کړې او ګواښ یې کړی چې دوی به پرینږدي ترڅو د “دښمن دغه جعلي او نمایشي پروسه” ترسره شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو د دې ګواښ وروسته یو مطلب خپور کړی چې د انتخاباتو د کم رنګه کیدو یادونه یې پکې کړې ده.
د ورځپاڼې په باور چې انتخابات که څه هم د کمزوري مدیریت له کبله دوه ځل ځنډیدلي خو په وینا یې چې د طالبانو ګواښ به انتخاباتي مبارزه نوره هم پیکه او کم رنګه کړي.
ورځپاڼې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرو ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې ډیری افغانان په دې باور دي چې ټاکنې ځکه نه ترسره کیږي چې طالبان او امریکایان د سولې په خبرو کې پرمختګ کوي.
د یادونې وړ ده چې ډیری خلک د ټاکنو په ځای سولې ته اولیت ورکوي او د سولې له روانې پروسې څخه ملاتړ کوي.
















