ډاکټر يوسف اکبري
رستم فرخزاد ډیر مشهور پهلوان او مغروره کس و داسې وایي چې هغه به د سرو زرو په کټ کښیناسته، د سرو زرو جامې به یې آغوستې او د ده په مجلس کې به دسرو زرو قالینه غوړیدلې وه او دسرو زرو په ډیر مزخرف بالښت باندې به یې تکیه کوله.
د مسلمانانو اوفارسیانو ترمینځ چې دفارسیانو مشري رستم کوله ډیری جګړې را مینځ ته شوې مګر په پای کې د مسلمانانو له خوا دقادسیی په جګړه کې په قتل ورسید او فارسیانو ماتې وخوړه…!
او دغه جلیل القدر صحابی ربعي بن عامر بن خالد بن عمرو الاسیدی التمیمی. یوله هغه صحابه و کرامو څخه و چې په زیاتو اسلامي فتوحاتو کې یې برخه اخیستې وه لکه: دنهاوند غزوه، دشام فتحه، دخراسان فتحه او له هغې جملې څخه یوه یې هم د قادسیې جګړه وه چې په دغه جګړه کې دمسلمانانو دلښکر مشري دسعد بن ابي وقاص په غاړه وه او دغه جګړه دابد لپاره دفارسي ساساني دولت په ختمیدو سره پای ته ورسیده کومه چې د هجرت په ١٥ کال رامینځ ته شوه.
کله چې رستم وپوهیده چې د مسلمانانو لښکر ډیر قوي دی او دی نه شي کولای له هغوی سره مقابله وکړي، له مسلمانانو سره یې د مذاکرې لاره غوره کړه. هغه له مسلمانانو غوښتنه وکړه چې د مذاکرې لپاره ده ته یو هیت ور ولیږی، په دغه جګړه کې سعد بن ابي وقاص د مسلمانانو سرلښکر و هغه يوه ډله مشران مسلمانان سره راغونډ کړل او له هغوی څخه یې رستم ته دیوه وفد د ورلیږلو په هکله مشوره وغوښتله.
په دغه مجلس کې دغه باتورصحابی عامر بن ربعي هم موجود و هغه سعد بن ابی وقاص رضي الله عنه ته وویل که چیرې موږ لوی هیت یا وفد رستم ته ورولیږو فارسیان به داسې فکر وکړي چې مسلمانان ډاریږي، او زه داغوره ګڼم چې یوازې یو کس ور ولیږو ترڅو له هغه سره مذاکره وکړي او سعد وویل چې دی حاضر دی د دغه دندې تر سره کولو لپاره رستم ته ورشي.
همداسې وشوه ربعی رضی الله عنه خپله لیندۍ اوزغره ورسره واخیستل پر خپل آس سپور درستم خیمې ته ورغی. ربعی بن عامر ډیرې عادي جامې آغوستې وې اګر که هغه د خپل قوم مشر هم و مګر هغه د دنیا د متاع زیات خیال نه کاوه او زیات د آخرت په فکر کې و، کله چې هغه د رستم مجلس ته ور ورسید خپل آس یې د رستم د غوړول شویو قیمتي فرشونو دپاسه تیر کړ.
او چې کله له هغه څخه د رستم پیره دارانو وغوښتل چې خپله وسله دوی ته پریږدي د هغوی غوښتنه یې رد کړه، هغه ننوت د یوه قیمتی بالښت څنډه یې وشکوله اوخپل آس یې ورباندی وتاړه، رستم ته مخې ته ورغی چې کله ور ورسید پرځمکه باندې کښیناست او پر خپله لینده باندې یې تکیه ووهله، رستم له هغه وغوښتل چې پر یوه مزینه چوکۍ باندې کښیني د هغه غوښتنه یې رد کړه او ورته ویې ویل چې موږ مسلمانانو ته نه ښایي چې تاسې غوندې ښایست ته ترجیح ورکړو.
رستم له هغه پوښتنه وکړه څه غواړې، دغه جلیل القدر صحابي خپله مشهوره خبره چې داسلام په تاریخ کې په زرینو کرښو باندې ثبت ده داسې ورته وکړه: موږ هغه قوم یو چې الله دبنده له بندګۍ څخه د بنده ګانو د رب بندګۍ ته، او د ادیانو له ظلم څخه د اسلام عدالت ته، او د دنیا له تنګنا څخه د آخرت پراخوالي ته را ایستلی یو، او بیا یې له رستم څخه وغوښتل چې یا اسلام قبول کړی، یا جزیه ورکړي او یا هم جګړې ته تیار شي.
رستم د دغه صحابي زړورتیا، جرات اوقوت ته تعجب پاتې شو، اوله هغه یې پوښتنه وکړه چې آیا ته کوم سرلښکر یې، مګر دغه جلیل القدر صحابي په ځواب کې ورته وویل نه زه د مسلمانانو له افرادو څخه یوعادي فرد یم، او د مسلمانانو په مینځ کې د یوه عادي فرد او سر لښکر تر مینځ کوم خاص فرق نشته.
رستم د وخت غوښتنه وکړه ترڅو له خپلو افراو سره مشوره وکړي. ربعی رضی الله عنه ورته وویل د مذاکراتو لپاره یوازې درې ورځې وخت لرې که ځواب دې رانکړ څلورمه ورځ جګړه ده.
رستم د وخت تمدید وغوښت مګر ربعي رضی الله عنه ورته وویل چې موږ ته رسول صلی الله علیه وسلم ښودنه کړې چې خپل دښمن ته به له دریو ورځو زیات مهلت نه ورکوئ ترڅو هغوی خپل ځانونه چمتو نه کړي او له مسلمانانو سره غدر ونکړي. مګر رستم د خپلو افرادو سره له مشورې وروسته د جګړی لاره غوره کړ ه همغه و چې څلورمه ورځ جګړه پیل شوه او د ابد لپاره د فارسیانو امپراطوري په ختمیدو سره پای ته ورسیده او رستم فرخزاد هم پکی ووژل شو.

















