کندهار کې د بهرنيانو پر ټانګ ماین چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۷)

د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر زغره وال ټانګ د ماین چاودنه شوې ده.

د کندهار خبري سرچينې وايي، دغه چاودنه پرون له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ مربوط د خونسيزو په سيمه کې په ځمکه کې د خښ کړای شوي ماین په توسط ترسره شوې چې د بهرنيانو یو ټانګ يې هدف ګرځيدلی دی.

طالبانو د چاودنې مسؤوليت په غاړه اخيستی کابل ټکی کام ته يې په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، په یاده چاودنه کې د بهرنيانو ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ او پکې سپاره ټول بهرني عسکر وژل شوي دي.

د پيښې ځای ته نږدې خلک وايي، له چاودنې وروسته بهرنيو ځواکونو لاره وتړله او خلکو ته يې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.

د کندهار په هوايي ډګر کې رومانيايي عسکر ميشت دي چې د دغه هوايي ډګر د ساتنې مسؤوليت پر غاړه لري او وخت ناوخت شاوخوا سيمو کې ګزمې کوي چې کله ناکله د طالبانو له بريدونو او ماین چاودنو سره مخ کيږي.

تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په یاده پيښه کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

Back to top button