(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۷)
د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، چې د دولتي ځواکونو له خوا يې پر کورونو د درنو وسلو ډزې کړي چې مالي زيانونه يې ور اړولي او د خلکو ژوند يې تريخ کړی دی.
د تګاب د وچ رود سيمې یو تن اوسيدونکي تاج ګل کابل ټکی کام ته وويل، چې له تيرو لسو ورځو راپديخوا د بيسونو او پوستو څخه پر ګڼو کليو د توپونو او هاوانونو ډزې کيږي.
نوموړی وايي، دغه مرمۍ د خلکو په ميشت ځايونو لګيږي چې تر اوسه د سر زيان نه لري خو ګڼ خلک د مرګ له ګواښ سره مخ دي او مالي زيانونه يې ور اړولي دي.
د ځايي اوسيدونکو په وينا، دغه مرمۍ په شاهي خيل، سه پدر، وچ رود، غني خيل، ګبرۍ، انارجوی او ګڼو نورو کليو کې لګيدلي چې د یادو سيمو خلک يې کډو کولو ته اړ کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې خلک د دولتي ځواکونو د توپونو او هاوان مرميو د ډزو له امله شکایت کوي بلکې تر دې مخکې هم د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د دولتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د عامو خلکو ګڼ کورونه د توپونو او هوايي بريدونو هدف ګرځيدلي چې د خلکو ژوند يې له کړاو سره مخ کړی دی.
















