کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۷ زمری ، ۱۳۹۸ل)
دهېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي دپاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې غندلي، اوله دې هېواد یې غوښتي چې دکشمېر او افغانستان مسئله باید سره ونه تړي.
حامد کرزی زیاتوي، له افغانستان سره د کشمیر مسالې غوټه کولو په تړاو د پاکستاني چارواکو له وروستیو څرګندونو ښکاري، چې پاکستان د افغانستان په اړه خپل نظر نه دی تغییر کړی.
کرزی وايي، پاکستان اوس هم په سیمه کې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره، په افغانستان کې د ستراتیژیک عُمق سیاست تعقیبوي چې دابه ورته مثبت تمام نه شي.
کرزي همدا رازپه دې اعلامیه کې له پاکستان نه غوښتي چې په سیمه کې د وسلوالو له ملاتړ، روزنې او ورانکارو فعالیتونو لاس واخلي.
کرزی وايي، د جمو کشمیر په تړاو د هند حکومت وروستیو تغییراتو ته هیله من دی، چې کشمیریان د هند د وګړو په حیث له سولې او ښه ژونده برخمن شي.
پاکستاني چارواکو تیره ورځ وروسته له هغې دافغان اوکشمیر مسئلې دتړاو په اړه څرګندونې وکړې چې هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر له ټولو ازادیو بې برخې کړ.


















