(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۸)
د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې یوه پوليس د خپلې پوستې پنځه پوليس ملګري په ډزو وژلي دي.
پيښه پرون ماښام د یادې ولسوالۍ مربوط د شیندک مانده په سيمه کې رامنځته شوې ده.
طالبانو د بريد مسؤوليت منلی ویاند يې ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ويلي چې نوموړی پوليس په دولتي پوځ کې د دوی نفوذي کس و او پنځه تنه عسکر يې وژلي دي.
د مجاهد په وينا، بريدګر پوليس طالبانو ته ورغلی او له ځان سره يې یو راکټ او پنځه ميله کلاشنکوفونه هم وروړي دي.
دا په وروستيو کې په هلمند کې درېيمه پيښه ده چې پوليس خپل ملګري وژني او طالبانو سره یوځای کيږي.
طالبانو تر دې مخکې هم د ورته بریدونو د مسؤوليت منلو تر څنګ ويلي چې د پوځ په ليکو کې لسګونه نفوذي کسان لري او له موقع په استفادې به پر افغان او بهرنيو چارو او پوځيانو بريدونه ترسره کوي.


















