(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۸)
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه په یوه نظر پوښتنه کې په ډاګه شوې چې نږدې ۶۰ سلنه خلک په راتلونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي.
دغه نظر پوښتنه د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ له خوا ترسره شوې چې وايي، د هيواد په څلوردیرش ولايتونو کې يې د ۵۲۰۰ کسانو سره مرکې او پوښتنې کړي دي.
د سرچينې په وينا، په دغه مرکو کې د نظر خاوندانو ۵۷ سلنه خلکو په راتلونکو ټاکنو کې د نه ګډون خبره کړې ده.
د رڼو ټاکنو بنسټ یا (ټيفا) وايي، د طالبانو له خوا ټاکنيزې پروسې ته ګواښونه به پر انتخاباتي بهير منفي اغيز وکړي زياتوي د ولسمشرۍ ټاکنو پر وړاندې ننګونې، د نړيوالې ټولنې نه همکاري به د دې لامل شي چې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره نه شي.
په افغانستان کې ولسمشرۍ لپاره اتلس کسانو ځانونه کانديد کړي چې دغه انتخاباتو ته څه کم دوه مياشتې پاتې دي خو لا هم له څلورو پنخو کانديدانو پرته نورو يې ټاکنيز کمپاينونه نه دي پيل کړي.
دوی شکمن دي چې ښايي د امريکا او طالبانو مذاکراتو ترسره کيدو سره انتخابات ونه شي او مصارف به يې اضافي ورباندې راشي.
طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره له خلکو غوښتي چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون ونه کړي او په دغه ټاکنو کې مصارف يې د وخت او پيسو ضایع کول بللي دي.


















