(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۸)
په افغانستان کې سوداګر او پانګه وال وايي، وروستيو نا امنيو اندېښمن کړي او ډيری پانګه وال له هيواده خپلې پانګې ايستل پيل کړي دي.
د پانګوالو په وينا، د روان ۲۰۱۹م کال راهيسې تر دې دمه شاوخوا دوه سوه افغان پانګه والو خپلې پانګې ايستلي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی هم مني چې سوداګرو خپلې پانګې ايستلي په وينا يې وروستيو بريدونو سره دغه اندېښنې نورې هم زياتې شوي دي.
نوموړی وايي، په هيواد کې د نا امنۍ دوام به پانګه وال دې ته اړ کړي چې نور هم خپلې پانګې اوباسي.
د الکوزي په خبره، طالبانو سره د امریکا د سولې مذاکرات، ولسشمريزې ټاکنې او افغانستان کې نامعلوم سياسي وضعيت هغه څه دي چې پر پانګونې يې منفې اغيزې کړي دي.
څو ورځې مخکې هم د سوداګرۍ خونې چارواکو له افغانستانه د پانګوالو د پانګې پر ايستلو اندېښنه ښودلې وه.


















