(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۸)
د امريکا سياسي مجله ټایم د افغانستان د مذارکراتو او امريکايي ځواکونو ايستلو په اړه مطلب خپور کړی وايي، چې امريکا او طالبان ډير نږدې شوي ښايي په امريکا کې د ۲۰۲۰انتخابات مخکې یوه موافقه ترسره او سوله وشي.
د سرچينې په وينا، د امریکا ځانګړي استازي خليلزاد او د طالبانو سياسي مشر ملا برادر خپلو ملګرو ته ويلي چې یوې موافقې ته سره رسيدلي او پر اساس به يې ډیری پوځيان د امريکا د انتخاباتو مخکې ووځي.
ټایم ليکي، خليلزاد له طالبانو غوښتي چې یوې امريکايي قوې ته د پاتې کيدو اجازه ورکړي خو طالبانو يې غوښتنه رد کړې ده.
د سرچينې په باور په دومره لږ وخت کې د امريکايي پوځيانو وتلو امريکايي ديپلوماتان او نظامي افسران غوصه کړي ځکه چې موده يې لنډه ده او د هغوی په اصطلاح لاسته راوړنې به پکې خوندي نه شي.
د ټایم په مطلب کې راغلي، چې خليلزاد د ملګرو ملتونو، افغان او ناټو چارواکو ته ويلي که د دوحې مذاکرات ناکام شي، ښايي ټرمپ د امريکايي عسکر ډير ژر اوباسي چې د خليلزاد دغې وينا حکومتي چارواکي اندېښمن کړي دي.
سرچينه زياتوي، تر دې مخکې د ټرمپ ادارې ويلي و چې د امريکايي عسکرو وتل به د شرایطو سره سم وي خو په وینا يې اوس خبره بل ډول ده او هغه دا چې افغان چارواکي نا اميده شوي، دا يې په زړه خوړلې چې د امريکايانو وتل نه شي راګرځولی.
طالبان او امريکایان په اتم پړاو خبرو لګيا دي چې ښايي د روانې اګست مياشتې په وروستو کې د امريکايي ځواکونو د وتلو او دا چې له افغانستانه به نورو هيوادونو ته ګواښ نه پيښيږي، پر موافقه لاسلیک وکړي.


















