دافغان سولې په تړاو؛ ټرمپ او تمیم بن حمد ال ثاني خبرې کړي

کابل ټکی کام (جمعه ، ۱۸ زمری ، ۱۳۹۸ل)

دافغان سولې په تړاو دقطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د نورو نړیوالو مسائلو ترڅنګ د افغان سولې پر روان بهیر ټلیفوني خبرې کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌ مخې د قطر شیخ ټرمپ ته ټلیفون کړی او د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو ترڅنګ یې پر وروستیو سیمه ییزو او نړیوالو تحولاتو او په دغه هېواد کې د افغان سولې د روان بهیر په اړه هم غږېدلي دي.

قطر له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راپدېخوا د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو د مذاکراتو کوربه دی چې له دې لارې یې نړیوال شهرت تر لاسه کړی.

دغه هېواد د دې ترڅنګ چې د یادو مذاکراتو کوربتوب هم کوي، تېره میاشت د دوو ورځو لپاره د افغان سولې په اړه د بین الافغاني خبرو کوربه هم و.

دامهال هم طالب او امریکایي ټیمونه داتم پړاو مذاکراتو لپاره په قطر کې سره جرګه او احتمال شته چې ژر به د روانې جګړې پای او یو برخلیک ټاکونکی توافق لاسلیک کړي

مربوطه مطالب

Back to top button