(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۹)
د راپورونو له مخې، د زابل ولايت د سوري او دایچوپان ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط او دا مهال د طالبانو تر تسلط لاندې دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د سوري ولسوالۍ مرکز او شاوخوا تأسيسات نيولي او دولتي ځواکونو ته يې درانه تلفات اړولي دي.
د سیوري ولسوالۍ مرکز د زابل مرکز قلات ته نږدې فاصله کې موقعيت لري چې وخت ناوخت به د طالبانو تر بريدونو لاندې راتلو.
د زابل يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د یوې لنډې جګړې په ترڅ کې طالبانو سيوري ولسوالۍ نيولې په خبره يې عسکرو پکې شتون درلود چې ځينو ته تلفات اوښتي او یو شمیر يې ځانونه را ايستلي دي.
نوموړي د دایچوپان ولسوالۍ د مرکز پريښودل هم تاييد کړل چې په وينا يې دولتي ځواکونو د بريدونو له ويرې شاتګ کړی دی.
طالبانو ويلي، چې وړمه شپه يې د دایچوپان ولسوالۍ مرکز له کومې جګړې پرته نيولې ده او عسکر ترې تښتيدلي دي.
د نوي کال د طالبانو د پسرلنيو عملياتو له پيل راهيسې طالبانو له دولتي ځواکونو سلګونه پوستې، پوځي مرکزونه او قرارګاوې او دغه راز په ټول هيواد کې شپاړلس ولسوالۍ طالبانو نيولي دي.
د طالب سرچينو د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې ۷۶ ولسوالۍ د طالبانو تر بشپړ حاکميت لاندې دي او په پاتې نورو ولسواليو هم نفوذ لري او اثر لري.


















