(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۹)
په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو پخوانی عمومي قومندان جنرال ډيويډ پتريوس چې پخوا يې په افغانستان کې د امريکا نظامي ځواکونو موجوديت ناکام او بې ګټې بللی و، اوس وايي چې له افغانستانه وتل يې تيروتنه ده.
نوموړي د ۲۰۱۹م کال په نومبر مياشت کې ويلي و د کومو موخو لپاره چې امريکايي او بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلي و په هغې کې بريالي نه شول، په میليونونه ډالره مصرف شول خو جګړو زور اخیستی او لا هم زیاتې سيمې د وسله والو تر کنترول لاندې دي.
پخواني امريکايي جنرال پټريوس په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل د عراق تاريخ تکرارول دي په وينا يې کیدلای شي دغه هيواد د ترهګريزو ډلو په مرکز بدل شي.
هغه ويلي، چې امريکايي چارواکي دې ناکام تاريخ نه تکراروي او افغانستان کې دې د سولې او امن راتګ یقيني کړي.
ډيويډ پټريوس څو کاله په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان او دغه راز د امريکايي استخباراتو مشر هم پاتې شوی دی.
امريکا طالبانو له طالبانو سره په اتم پړاو مذاکراتو کې د خپلو ځواکونو د ايستلو په اړه لارې چارې لټوي.


















