(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۹)
د سعودي رسنيو د راپورونو له مخې، تر دوو ميليونو زيات مسلمانانو سږ کال د حج مناسکو په اداء کولو کې برخه اخيستې ده.
حاجيانو تيره شپه په منا کې تيره کړې او نن سهار په ډلو ډلو د تکبيرونو په ويلو سره د عرفات غونډۍ پر لوري روان شوي دي.
د سعودي امنيتي مسؤولين وايي، د تيرو کلونو په څير يې سږ کال هم په مکه کې سخت امنيتي تدابير نيولي دي.
سبا یکشنبه د اګست په ۱۱ مه چې د روان لمریز کال د اسد میاشتې له ۲۰ مې سره سمون خوري د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
له افغانستانه سږ کال ديرش زره کسان حج ته تللي دي چې نږدې نيمايي يې ميرمنې دي.


















