(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۹)
پاکستان په هند کشمير کې د تاوتريخوالي له رامنځته کيدو وروسته پر واګا بندر د افغانسان تجارتي لاريو باندې هم تګ راتګ بند کړی دی.
د پاکستان د صنایعو او تجارت خونې مشر انجينر دارو خان اڅکزي ډيوه راډيو ته ويلي، چې د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سلاکار رزاق داود ورته په یوه ملاقات کې دغه خبره کړې ده.
د دارو خان په وينا، دا مهال چې د افغانستان کومې تجارتي لارې په پاکستان کې دي هغې ته به هندوستان ته د اوښتو اجازه ورکړل شي خو نويو تجارتي لاريو باندې بنديز لګيدلی دی.
وروسته له هغې چې نوي ډيلي هندي کشمير ته ورکړل شوي ټول اختيارات لغوه کړل د پاکستان او هند اړيکې یو ځل بيا ترينګلې کړې چې پاکستان له هغه هيواد سره د سفارتي او تجارتي اړیکې وځنډولې.
د پاکستان حکومت ويلي چې د اګست پنځلمه کومه چې د هندوستان د ازادۍ ورځ ده دوی به يې د تورې ورځې په توګه لمانځي.


















