عمران خان: د مودي د څپېړې ځواب به په سوک ورکوو

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۴زمری، ۱۳۹۸)

وروسته له هغه چې هند د کشمیر نیمه ازادي هم سلب کړه او د هغه ځای ځیني سیاسي مشران یې هم ونیول، پاکستان او هند یو ځل بیا سره ښکر په ښکر شوي دي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان تیره ورځ ( د اګست په ۱۴مه، د پاکستان د ازادۍ ورځ) د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر ته تللی وو او هلته یې کشمیري ولس ته ډاډ ورکړی چې په هر رنګه حالاتو کې درسره ولاړ یو.

نوموړي ګواښ کړی چې د هند لخوا دغه اقدام د دې هیواد ستره ستراتیژیکه تیروتنه ده او په وینا د دې کار به لوی قیمت پرې کړي.

عمران خان په خپله وینا کې وویل چې د مودي د څپړې ځواب به په سوک ورکوي او په ټکو یې، هند ته د درس ورکولو وخت رارسیدلی دی.

خان ویلي چې د دوی استخباراتو داسې مالومات ترسره کړي چې له مخې یې هندی پوځ د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د برید پلان لري.

د ده په خبره دوی د هند تیري ته ځواب ویلای شي او په وینا یې چې پوره چمتوالی ورته لرو.

مربوطه مطالب

Back to top button