ایراني پوځ په اسرائیلي کښتیو د برید خبرداری ورکړی

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۴زمری، ۱۳۹۸)

ایران خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو د تیلو کښتۍ به په هُرمز تنګي کې پرینږدي.

د ایران ځینو رسنیو د دې هیواد د پوځ د مرستیال حبیب زاده له خولې خبر ورکړی چې اسرائیلي کښتیو ته په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي چې د فارس خلیج اوبو ته ننوځي.

ده ګواښ کړی، که چیرې په کومه کښتۍ د اسرائیلو بیرغ رپیده او د دوی تر واک لاندې ساحې ته ننوته؛ نو دوی به یې هېڅکله سالمه پرینږدي.

د حبیب زاده په خبره چې اسرائیلي کښتۍ باید له دې لارې د تیریدو هڅه ونه کړي کنه په وینا یې چې خپله د اسرائیلو او متحدینو لپاره به یې سخته د پښیمانۍ سبب وګرځي.

ایراني چارواکي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې اوس هم برېتانیا اړوند د تیلو یوه کښتۍ یې په ولکه کې ده.

د یادونې وړ ده چې په سیمه کې له ایران سره د ډیری هیوادونو اړیکې خړې پړې دي او د امریکا لخوا هم د سختو بندیزونو شاهد دی.

باید وویل شي چې په راتلونکي کال کې د ملګرو ملتونو لخوا په ایران لګول شوي بندیزونه ختمیږي چې له مخې به یې ایران بیا ډیر داسې کارونه کولای شي چې اوس پرې پابندي ده.

امریکا د دې بندیزونو له ختمیدو سره ژوره خواشیني ښودلي ده.

مربوطه مطالب

Back to top button