کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۲۴ زمری ، ۱۳۹۸ل)
د کاپیسا ولایت اوسېدونکي او قومي مشران په دغه ولایت کې د ملکي تلفاتو د ډېرېدو په اړه اندېښمن دي، اودجګړې له شکېلو اړخو غواړي چې دولسي خلکو امنیت ته دې پاملرنه وکړي.
ددغه ولایت د ځينو ولسوالیو قومي مشران او مخور وایي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده.
د تګاب ولسوالۍ قومي مشر ملک امرالله وایي په دې وروستیو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي چې ورسره جوخت د ملکي وګړو تلفات هم ډېر شوي دي.
نوموړي پر دواړو لورو غږ وکړ چې د ملکي وګړو ژوندانه ته جدي پاملرنه وکړي.
د ولایتي شورا غړو هم ویلي چې په دې ولایت کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده او باید حکومت یې په اړه جدي اقدامات وکړي.
قومي مشرانو په خصوصي توګه دولتي لوری متهم کړی چې په شپنیو چاپو او ړندوبمباریو کې دملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه نکوي؛ چې هره ورځ د لسګونو ملکي وګړو ژوند تلف کېږي.


















