نواز شریف او راحیل شریف له عربستان څخه وروسته اېران ته ځي

کابل ټکی کام ۲۹مرغومي/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او د پوځ مشر قومندن راحیل شریف عربستان ته په دې موخه ولاړل تر څو هلته د دغه هېواد له پاچا ملک سلمان او نورو لوړو پوړو چارواکو سره د دوی او د اېران پر تاوترېخوالي خبرې وکړي، چې د عربستان له سفر څخه وروسته نن اېران ته ځي، تر څو هلته هم د عربستان او اېران پر وروستیو تاوترېوخوالي له لوړو پوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي.
پرون هم د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف او د پوځ مشر قومندان راحیل شریف په ریاض کې د ملک سلمان سره په لیدنه کې د دوی او د اېران تاوترېخوالی د اسلامي هېوادونو لپاره تاوان بللی، او د دغو تاوترېخواليو د لرې کولو غوښتنه یې ترې وکړه.
د یادولو ده، په دې وروستیو کې د عربستان او اېران تر منځ تاوترېخوالی دې درجې ته ورسېد چې ټولو عربي هېوادونو له اېران سره ډیپلوماتیکي اړیکې پرې کړلې.



