میدان وردګ: یوه عسکر طالبانو سره د خپلې پوستې په نيولو کې مرسته کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۷)

د میدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې يوه عسکر د خپلې پوستې په نيولو او خپلو پوليسو ملګرو په وژلو کې طالبانو سره مرسته کړې ده.

پيښه پرون د شنبې په ورځ له غرمې ورسته د یادې ولسوالۍ مربوط په خيرالدين کلا پوسته کې ترسره شوې ده.

طالبانو د دغه بريد مسؤوليت منلی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې دوی سره مرسته کوونکی عسکر د پوليسو په ليکو کې د دوی نفوذي کس و.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د بريد پر مهال د نبيګي په نوم د يادې پوستې قومندان له پنځو تنو نورو محلي پوليسو سره ځای پر ځای وژل شوی، د هغوی یو موټر، اته ميله وسلې، ګڼ شمير مهمات او د پوستې اړوند سامانونه طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

راپور کې راغلي، چې طالبانو سره مرسته کوونکی پوليس روغ رمټ دی او له هغوی یوځای شوی دی.

تر دې مخکې هم د افغان پوځ په ليکو کې عسکرو پر خپلو نورو عسکرو ملګرو او بهرنيو پوځيانو بريدونه کړي چې ګڼو عسکرو پکې ژوند له لاسه ورکړی دی.

طالبانو د ډيری بريدونو مسؤوليتونه په غاړه اخيستي او په خپلو اعلاميو کې يې ويلي چې د افغان پوځ په ليکو کې يې لسګونه نفوذي کسان ځآی پر ځای کړي او له موقع څخه په استفادې به پر بهرنيو او دولتي پوځيانو، چارواکو او د دولت په مهمو کسانو خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button