خان جان الکوزی: حکومت تجارانو سره د جنايتکارانو په څير چلند کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۷)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي، حکومت له سوداګرو سره د جنایتکارانو په څير چلند کوي.

نوموړي په کابل کې يوې خبري غونډې ته چې د حاجي دلاور ملاتړ يې څرګند کړ او نوموړی څه موده مخکې د کورنيو چارو وزارت له خوا نيول شوی و وويل، تجاران او سوداګر هر کال په داسې حال کې په خپل امنيت ميليونونه پيسې مصرفوي چې دغه دنده د دولت ده چې باید امنيت يې خوندي کړي.

هغه وويل، حاجي دلاور هغه سوداګر دی چې د کورنيو چارو وزارت له خوا ونيول شو، درې مياشتې په توقيف کې وساتل شو خو د هغه د مجرم ثابتولو لپاره يې هيڅ شواهد ونه موندل.

د حاجي دلاور په نوم یو سوداګر څو میاشتې مخکې په دې تور چې له وسله والو سره يې مرسته کړې د کورنيو چارو وزارت له خوا ونيول شو زیاتوي د هغه له نيولو راپديخوا نوموړي ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتی.

د الکوزي په خبره، دا مهال سلګونه تجاران، صرافان او سوداګر د ګډ حکومت تر تعقيب لاندې دي او هغوی سره د جنایتکارانو په څير چلند کېږي، په داسې حال کې چې ميليونونه افغانۍ ماليه هم ترې اخيستل کېږي.

د حاجي دلاور د نيولو پر مهال د کورنيو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي و چې نوموړی له وسله والو سره د نقدو پيسو او د انفجاري موادو د انتقال مرسته کوي او د مشرانو جرګې د مشاور له کارت څخه استفاده کوي.

خو خپله حاجي دلاور وايي، حکومت پرې هيڅ اسناد نه دي وړاندې کړي او ټولې ادعاوې يې درواغ دي زياتوي په وزارت داخله کې هغه کسان چې پر ده يې بې بنياده تورونه لګولي باید قانوني چلند ورسره وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button