طالبان: د برتانيې او شوروي په څير به اوسني اشغالګر هم له افغانستانه ووځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۸)
نن د دوشنبې ورځ د ۱۳۹۸ هجري شمسي کال د زمري ۲۸ چې د افغانستان د خپلواکۍ له سلمې کليزې سره برابره ده.
سل کاله مخکې د ( ۱۲۹۸هـ ش، داسد په ۲۸مه) افغانانو انګريزان دې ته اړ کړي چې افغانستان پريږدي او د هغه وخت پاچا غازي امان الله خان د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په نوم ونوموله.
نن په ټول هيواد کې د خپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو د ورځې په مناسبت رخصتي ده.
طالبانو هم د خپلواکۍ د سليمې کليزې په مناسبت اعلاميه خپره کړې او ټولو افغانانو ته يې د يادې ورځې مبارکي ويلې.
اعلاميه کې راغلي، د انګريزي ښکيلاک پر وړاندې د مجاهدو افغانانو مبارزه نه یوازې دا چې د افغانستان د خپلواکۍ سبب وګرځيده بلکې د سیمې او نړۍ په سطحه یې ټولو محکومو او استعمارځپلو اولسونو ته دازادۍ او مبارزې روحیه تلقین کړه.
طالبان وايي، نيکونو او اسلافو مو په نولسمه او شلمه پيړۍ کې د انګريز او شوروي استعمار پر وړاندې مبارزه او جهاد وکړ، قربانۍ يې ورکړې او اسلامي امارت په يوويشتمه پيړۍ کې د افغان اولس په ملاتړ د امريکا او له هغوی سره د ګډو يرغلګرو پر وړاندې جهاد او د ملي پاڅون رهبري کوي.
په اعلاميه کې د طالبانو له لوري اشغالګرو بهرنيانو ته ورياده شوې چې ډول ډول حربې او پوځي تکتيکونه مو وکارول، پر افغانانو مو زندانونه ډک کړل خو جهادي پاڅون مو خاموش نه کړای شو زياتوي (نور افغانستان افغانانو ته پریږدئ او د امپراطوریو د دې هدیرې له تیر تاریخ څخه عبرت واخلئ.)
طالبان وايي، اتلس کاله وروسته اشغالګر لوری د وتلو تابيا نيسي او لکه څرنګه چې برتانوي او شوروي یرغلګر په ټوليزه توګه له افغانستانه وتلي و دغه ډول به اوسني اشغالګر هم افغانستان پريږدي او افغانان به یو ځل بيا د ازادۍ بيرغ پورته کړي.



