اسپانيا کې د افغانستان سفير وهل شوی ډبول شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۰)

د راپورونو له مخې، په اسپانيا کې د افغانستان سفير همایون رسا د ځينو کسانو له لوري وهل شوی او ډبول شوی دی.

راپور زياتوي، نوموړی په بارسلونا کې دغه وهل خوړلي او ويل کيږي چې نوموړی پرون د یک شنبې په ورځ د غلو له خوا وهل شوی دی.

خبر کې راغلي، چې غلو د نوموړي سفير د لاس ساعت چې ۲۵ زره امريکايي ډالره قيمت يې لاره، ځينې پيسې او د جيب نور سامان هم ترې اخيستي دي.

په اسپانيا کې د افغانستان سفارت دغه خبر تائيد کړی خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې همایون رسا د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د بارسلونا ښار ته تللی و چې د بيرته ګرځيدو پر مهال له یادې پيښې سره مخ شوی دی.

نوموړی تير کال په اسپانيا کې د افغانستان سفير ټاکل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button