(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۰)
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کشمير پر مسئله د پاکستان د لومړي وزير عمران خان او د هند له صدراعظم نريندر مودي سره تيليفوني خبري کړي دي.
ټرمپ په دې اړه په يوه ټويټ کې ويلي، چې د مودي او عمران خان سره يې په سوداګرۍ، ستراتيژيکې همکارۍ او د دواړو هيوادونو تر منځ په کشمير کې په وروستي تاوتريخوالي خبرې کړي زياتوي (یو سخت حالت کې ښې خبرې شوي).
په عين حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي وايي، ټرمپ مودي سره له خبرو وروسته عمران خان سره هم غږيدلی او خان ورته ويلي چې د کشمير مسئلې په حل کې کار وکړي، هغه ژمنې چې هند کړي باید ورته درناوی ولري او دغه مسئله دې د امنيت شورا د قرارداد په رڼا کې پرمخ یوسي.
تر دې مخکې د هند د لومړي وزير له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې مودي له ټرمپ سره د سيمه ييزو مسائلو په اړه نيم ساعت ګټورې تليفوني خبرې کړي دي.
په وروستيو کې د پاکستان او هند تر منځ په کشمير کې پر پوله وروسته له هغې حالات ترينګلي شول چې هند کشمير ته ورکړي ټول اختيارات ختم کړل او کشمير کې يې لسګونه زره پوځیان ځای پر ځای کړل.


















