صابرجان محصل
چې غلیم لره طوفان دی هغه زه یم
چې دفاع لره سندان دی هغه زه یم
ها چې تل يې پرځولي دي مغروره
د اسیا چې پهلوان دی هغه زه یم
مصنوعي نه یم جوړ شوی نه په قرض زه
چې تاریخ کې جاویدان دی هغه زه یم
ها چې تل ورته لوی رب په قهر شوی
د هغوی چې قبرستان دی هغه زه یم
په ظاهر که نړېدلی او څه وران یم
په باطن کې چې ودان دی هغه زه یم
د نړۍ په بدمعاشانو مې قلنګ دی
چې یې نوم افغانستان دی هغه زه یم
چې. صابر.مې یادوي تل په شعرو کې
د مینو چې خاندان دی هغه زه یم















