غني او د سولې د سبوتاژ کولو هڅې يې!!!

غورځنګ

له کومه وخته چې امریکايانو ته معلومه شوې ده چې افغان کشاله د جګړې له لارې حل نه لري او طالبانو ته يې د مذاکراتو له لارې د دغې کشالې د حل کولو لپاره لاسونه لپه کړي دي، نو له هماغه وخته تر اوسه پورې د کابل د ادارې مشر اشرف غني  له يوې او بلې لارې يا هم تر يوه او بل نوم لاندې او يا هم نېغ په نېغه د سولې د سبوتاژ کولو هڅې کوي او په دې وروستيو کې يې خو يې لا ګړندۍ کړي دي.

چې دلته به يې څو بېلګې درته وړاندې کړو:

کله چې ټرمپ د مذاکراتو په پيل کې وويل چې خپل عسکر به له طالبانو سره تر جوړې او روغې وروسته وباسي، نو اشرف غني ناڅاپه ټرمپ ته خط ولېږه چې په هر صورت وي نو تاسو به نه وځئ! او مونږ به ستاسو د پاتې کېدو لپاره هر ډول شرائط اماده کړو تر څو تاسو خپل عسکر په افغانستان کې پرېږدئ!

بايد ووایو چې پخوا د امریکايي عسکرو د پاتې کېدلو په اړه د ولسمشر غني لهجه بدله وه خو اوس  چې د خپل کمپاين وخت يې هم دی داسې خبرې کوي چې يا خو بلکل له تعصبه ډکې وي او يا هم د خپلو او امریکايي استخباراتو په توسط داسې هڅې کوي چې سوله پرې سبوتاژ شي او امریکايان دې ته اړ شي چې خپل عسکر ونه باسي.

د ويناوو له جملې څخه يې يوه خبره چې نوموړی غني يې تل د خپل کمپاين پر مهال کوي دا ده چې (امريکايان بايد خپل هغه تړون ته چې تر امنيتي تړون نامه لاندې يې له افغان دولت سره تر سره کړی؛ ژمن واوسي او خپل عسکر باید ونه باسي)

د ولسمشر غني؟؟ پورتنۍ خبره له څېړنې او دقت پرته د سولې د سبوتاژ کولو تر ټولو لويه هڅه ده.

دغه شان په اوس وخت کې د ولسمشر غني له لوري ډېرې داسې ويناوې کېږي چې د سولې د سبوتاژ کولو هڅې دي.

کله چې د دوو ډلو تر منځ سوله تر سره کېږي نو بايد چې دواړه ډلې له پوچو او بې کاره خبرو تېرې شي او د جنګ او يو د بل پر خلاف له خبرو کولو څخه ډډه وکړي، مګر ولسمشر غني چې وخت ناوخته يې له خولې څخه د سولې خبرې هم راوځي خو سولې ته ځکه ژمن نه دی چې خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال وايي چې د طالبانو راتګ به د شاتګ په معنا وي خو د اوسني جمهوريت شتون بيا پرمختګ دی.

د ولسمشر غني پورتنۍ خبره هم د نورو هغو په څېر ده او د سولې پر وړاندې د خنډ جوړولو هڅه بلل کېږي.

دغه شان کله چې سوله تر سره کېږي نو پکار ده چې دواړه ډلې له ډېرو هغو شيانو تېرې شي چې د اسلام او هېواد په تاوان او زیان تمامېږي. چې ولسمشر غني هم د سولې په تړاو خبرو اترو کې وايي چې سوله به کووم خو زما واکمني به دوام مومي يعنې داسې سوله کووم چې زما د واکمنۍ بقا پکې وي، چې د ولسمشر غني دا خبره هم د سولې ضد ده.

راځو دې ته چې کوم بمونه چې په عامو ځايونو کې پر عامو افغانانو باندې انفجار کېږي، هم د امریکا او ولسمشر غني هغه ګډ کار دی چې په دې واسطه غواړي چې د سولې مخه ونيسي.

دغه شان د داعش په نامه وحشي او ځناوره ډله چې په افغانستان کې پر عام ولس خورا زیات وحشت تر سره کوي چې بېلګه يې پرونۍ د کابل پېښه ده چې د عامو وګړو د واده پر مراسمو باندې په داسې حال کې تر سره شوې ده چې د واده پر مراسمو باندې اخته وو او خوشحاليانې يې کولې؛ مګر دغو وحشي صفته انسانانو بيا هم خپل هدف وګرځول او بيا يې په ډېر وياړ سره په خپلو سايټونو ليکلي وو چې ګواکې روافض مو وژلي دي.

نو د ولسمشر غني او امریکا پورتنۍ ډوله ګډې هڅې هم په افغانستان کې د امریکايانو د دائمي شتون او د سولې پر وړاندې د خنډ جوړېدلو لپاره دي.

خو ولسمشر غني او د ده ټيم يا پلويان دې په غور سره دا خبره واوري چې امریکايان نور په افغانستان کې مات شوي دي او د تېښتې لاره لټوي نو تاسو يې د شګو په بندونو باندې نشئ را ايسارولی.

مربوطه مطالب

Back to top button