عبدالله عبدالله: د سولې په صورت کې له ټاکنو تیریږو
کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۹زمری، ۱۳۹۸)
د ګډ حکومت دوهم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې د سولې په صورت کې له ټاکنو لاس پر سر کیږي.
نوموړي چې په انتخاباتي کمپاینو کې د ثبات او همپالنې ټیم مشري په غاړه لري او کمپاینونه یې هم روان دي، ټینکار کړی چې که سوله ممکنه شي نو دوی ورته له انتخاباتو تیریږي.
د ثبات او همپالنې ټیم غړي اندېښنه لري چې لومړی ټاکنې او که سوله کیږي، دوی له امریکا غوښتي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتو په اړه زیاته کړې چې ځیني کسان په کمپاینونو کې له حکومتي زور او زر څخه استفاده کوي.
عبدالله ولسمشر غني ته ګوته نیولې او ویلي یې دي چې له قضایاوو سره سیاسي چلند کوي.
نوموړي پر غني تور پور کړی چې په فساد کې ښکیل کسان د کمپایني هڅو لپاره له بنده ازادوي.
د ډاکټر عبدالله اشاره د خلیل فیروزي ازادولو ته وه چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني له بنده ازاد کړ.
د ځینو سرچینو په خبره چې ولسمشر غني دا کار د ۳۰میلیونه افغانیو په بدل کې کړی دی.



