ټاکنو کمیسیون: راتلونکو ټاکنو کې به دښځینه رایه اچونکو عکسونه اجباري اخیستل کیږي

کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۲۹ زمری ، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون پریکړه کړې چې په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې د بایومټریک بهیر په لړ کې د ښځینه رایه ورکونکو عکسونه هم باید ثبت شي.

له دې وړاندې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې او د رایه اچونې بهیر کې د افغان مېرمنو لپاره عکس اخیستنه اختیاري وه خو داځل داپریکړه حتمي او اجباري ده.

په افغاني ټولنه کې یو غوڅ اکثریت کورنۍ مېرمنو ته د عکس اخیستو اجازه نه ورکوي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، دا پرېکړه یې له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او څارونکو ټولنو سره له سلا مشورو کړې ده.

د ټاکنو د کمیسیون مرستیال ویاند مرزا محمد حق پرست رسنیو ته وویل، دې پایلې ته رسیدلي چې په راتلونکو ټاکنو کې مېرمنې هم باید بایومټریک کې خپل انځورونه ثبت کړي.

که څه هم په افغانستان کې د تذکرې اخیستو پرمهال د مېرمنو لپاره عکس لګول اختیاري دي، خو د ټاکنو کمیسیون وايي، په ټاکنو کې د ښځو عکس الزامي کولو په برخه کې یې د ښځو له استازو سره سلا شوې او په دې برخه کې یې ددوی موافقه ترلاسه کړې ده.

د ټاکنو کمیسیون مرستیال ویاند زیاتوي چې د ټاکنو د کیفیت لوړولو لپاره د هر وګړي کامل هویت ثبتول اړین دي نو ځکه باید داپریکړه عملي کړل شي.

څارونکي بیا وایي چې دې پرېکړې ته په کتو، احتمال شته چې دښځینه رایه ورکونو فیصدي له شپېته تر لسو راښکته،  او یابیخي ګډون ونکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button