کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸)
د امریکا د باندینیو چارو وزیر مایک پمپیو پر ایران یو ځل بیا توندې نیوکې کړي او هغه یې د ترهګرۍ په ترویج تورن کړی دی.
پمپیو ویلي چې تهران په سیمه کې د ناامنۍ باعث ګرځیدلی او په ټکو یې چې د ناکرارۍ او ترهګرۍ اور ته لمن وهي.
نوموړي دا خبرې تیره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شوری په هغه غونډه کې کړي چې د منځني ختیځ د سولې په اړه جوړه شوې وه.
پمپیو پر ایران تور پورې کړ چې د دې هیواد نیابتي ځواکونه په عراق، سوریه، لبنان او یمن کې په جګړو بوخت دي چې په ټکو یې دا چاره به ناوړه بشري عواقب له ځانه سره ولري.
دی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې لا هم هغسې خړې پړې دي او کوم بدلون پکې نه دی راغلی.
د امریکا لخوا پر ایران بندیزونه لا هم دوام لري او د ټرمپ په وینا چې د دوی دې بندیزونو ایران ته سخت اقتصادي ضربان ورکړی خو ایراني چارواکي بیا دا ردوي او وایي، دوی به د هیچا فشار ته غاړه کینږدي

















