کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۳۰ زمری ، ۱۳۹۸ل)
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یوځل بیا د افغانستان له حکومته په کلکه غوښتنه کړې چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مخکيني مشر کرام الدین کریم ژر تر ژره ونیسي.
دبشري حقوقو دې سازمان په خپل لیک کې زیاته کړې، چې کریم د ښځینه فوټبالرانو په جنسي ځورونې تورن دی او د نیولو حکم یې هم صادر شوی، دغه حکم باید حکومت عملي کړي.
د ښځو په چارو کې د دې سازمان سرپرستې مدیرې هیتربار تر اوسه په دې برخه کې د افغانستان د حکومت اقدمات کافي ونه بلل او دا چې تر اوسه پورې کرام الدین کریم نه دی نیول شوی، هغه یې د نه منلو وړ موضوع بللې.
دیادونې وړ ده چې دارګ له ودانیو په دې وروستیو کې دجنسي ځورونو قضیو دنړیوالو رسنیو سکرینونه ډک کړل، او نړیوالو هم داوسني حکومت په بې دریغې بې باکۍ، فساد، جنسي ځورونو او نورو نظام ضد کړنو دشرم احساس وکړ.

















