پوهنوال احمدالله موحد
په کابل کې ښار په څلورو برخو ويشل شوی دی چې يوه برخه کې پکې د شمال خلک، بله برخه پکې د ختيځ،بلکه هم د سويل او سويل لويديځ او ختيځو سيمواوسيدونکي دي، خو په ټول کې په کابل ښار کې درې برخې د پښتنو دي په دې سیمو کې اوس اوس ځينې ستونزې را پيدا شوي دي چې لومړنی پيل يي په ختيځ کې له احمدشاه بابا مېنې يا ارزان قیمت څخه وشو چې يو ښونځی پکې تیره شپه وسوځول شو.
ډير شونې ده دا يو ډول پر پښتنو ور تاوان کړي ځکه ددې سيمې په سلو کې تر نوي سلنه ډير خلک يي پښتانه دي او په تاريخي لحاظ هم ياده سیمه له پښتنو سره وه يانې حسين خيل او د خاکجبار خلک پکې ژوند کوي، دلته پښتانه له هر پلوه ډير دي، ډير پښتانه لوستي کسان او له ستونزو او ربړو را تښتيدلي خلک په همدې سيمه کې ژوند کوي، درسي نصاب په پښتو دی، خلک له يو بل سره په اصولو پوهيږي او…. خو ولې په دې سيمو کې داسې پيښې کيږي ؟او څوک يي تر شاه دي؟
۱ـ په دې سيمه کې د پښتنو جوړښت په ټول کې له سياسي پلوه ځينې قومي متعصبو او کرکجنو څيرو ته د منلو نه دی په هودخيلو کې د ټاکنو کميسيون او په وروستي يو کال کې يي ساتنه، په دې سيمو کې له حضوري چمن بیا څرخي پله په ټول کې د دوی تر مڼځ پياوړی تشکل ددې لامل شوی دی چې په ډيرو برخو کې دوی برخليک ټاکونکي اقدامات وکړي. نو دا چې دوی اوس اوس هلته پياوړي دي، مدني ځوښتونه او قومي شوراګانې لري نو شونې ده همدې خلکو ته د منلو نه وي او کوښښ کوي په يو او بل نوم دلته شوکې وکړي، ښونځي وسوځوي او پښتانه نوم بدي کړي او له دې لارې دلته شته تشکل مات کړي.
۲ـ په کابل کې دا چې په تصادفي ډول ښار ويشل شوی دی پښتانه ډير پکې ځای پر ځای شوي دي دا يو لوري ته تصادف او بل لوري ته په ولايتونو کې سختې ناامنۍ دي چې دا هم خپل اغيز لري او دلته پښتانه يو ډول له سختو را خلاص شوي او لږ تر لږه سکون لري. په دې سيمو کې دوه ډلې وسله وال کسان لري چې يوه يي د ملاتره خيل او بله يي د الله ګل مجاهد کسان دي چې کله کله کښته پورته کيږي ولې خلک په هيڅ ډول وسله نلري او نه هم پکې پخواني تنظيمي جوړښتونه شته دي خو په شمالي سيمو کې په هر کور کې وسلې شته دي ، قومندان سالاري شته نو دلته چې دا ستونزې نشته دي، خلک سکون لري نو ځينې کړۍ نه غواړي چې دلته شته ولسونه خوندي وي.
۳ـ په مورنۍ ژبه زده کړې: دا چې د ښار له ډيرو نورو برخو هم پښتانه دې سيمې ته راغلي دي يو بل ستر لامل يي دادی چې دلته په ښونځيو کې زده کړې په مورنۍ ژبه دي، په جوماتونو کې د ديني زده کړو اسانتياوې ډيرې دي، خلک يي له اره پښتانه دي نو په مورنۍ ژبه زده کړې او بل دا چې ديني زده کړو ته په جوماتونو کې لاسرسی ددې سيمې بله ځانګړنه ده چې ډير وګړي يي پښتانه دي خو شته دي ځينې خاصې کړۍ چې د قومي تفرقې او يو مظلوم اکثريت په محروميت سره له هرې شونې لارې کوښښ کوي پښتانه وځپي، د ښونځي سوځول تر ډيره د همدې کړۍ کار هم دی.
په کابل کې شمال ټلواله په هره برخه کې برلاسې ده دلته دوی کوښښ کوي دوه ډوله عقدې پلې کړي ځکه دوی په شمال کې ډير وارې له ورته تجربو ګټه پورته کړې، پښتون ميشتې له قصده ناامنه شوي دي او اوس دوی کوښښ کوي په کابل کې هم په قومي لحاظ دا تشکل مات کړي او بل لوري ته پښتانه چې دلته په هر ښونځي، پوهنتون او روزنيزو مراکزو کې په درسونو بوخت دي له درس څخه بې برخې کړي.
بل دا چې دا سيمه له اقتصادي پلوه هم پښتنو ته ډيره مهمه ده، زرګونو پښتانه ځوانان پکې هټۍ، روزنيزمراکز، ټکسيانې، هټۍ،روغتونونه، درملتونونه، لاس پلورنځي او…. لري نو دا چې دلته شته وګړي له دې لارې روزي ګټي، اقتصادي سکون يي يو څه ښه شوی دی نو ځينې پښتون ضدو کړيو ته ددې سيمې اقتصادي وده هم د منلو نه ده له دې سره سره چې د سړکونو په پخولو، ښاري خدماتو او نورو کې له دې سیمې سره له حضوري چمن څخه بیا تر څرخي پله پورې د مور ميرې سلوک کول نوې خبره نه ده، درنو موټرو په دې ځای کې له خلکو خوب وړی دی ولې بیا هم سیمه له اقتصادي پلوه زرګونو او ان شونې ده څو لکه خلکو ته يوه ښه اقتصادي سرچينه وي.
باید هیر نه کړو چې دلته بيلابیلې کړۍ د قومي تفرقې او قومي محروميتونو له لارې کوښښ کوي ولسونه له يو بل سره اخته کړي، ځينې دا کارونه شعوري کوي خو ځينې نور يي د پيسو په بدل کې کوي، اوس ډاريږم داسې نه چې حکومت ددې ښوونځي سوځول کيدل په طالبانو ور تاوان کړي، ځکه حکومت خو دمخالف په نوم ښه لاس پاک پيدا کړی دی حکومت باید ددې سيمې خلک ددې ښوونځي په سوځولو پوی کړي دا سوځول د پښتنو د زده کړې او سواد د فکر او مبارزو سوځول دي، باید جدي پلټنې وشي.
هرڅه شونې ده د منلو وي خو په کابل او ان ولايتونو کې د طالب له لوري د ښوونځيو سوځول هيڅ د منلو نه ده، ځکه تر اوسه طالبانو هيڅ ډول ښوونځی نه ګواښلی او نه يی سوځولی، بلکې خاصې کړۍ دي چې له قصده د اکثريت د محروميت په خاطر دا کار کوي، د ارزان قيمت د نجونو د ښوونځي سوځول باید د سيمې خلک هم همداسې تیر نه کړي دلته شته قومي جوړښتونه، ځوان خوځښتونه او نور باید لاس په کار شي، ددې سيمې د حوزې او امنیتي برخې چارواکي يي باید ځواب و وايي، د يو کس بې رحمه وژل،کله کله ماښام په موټرو کې وسله والې غلاوې، د ناحيو سوځول او ……. عادي مه بولئ دا کار باید جدي ونیسي.
اوس به وګورو چې حکومت څه کوي خو زه چې څومره ګورم ځينې بهرنۍ استخباراتي کړۍ، د قومي او سياسي عقدې لرونکې کړۍ او خاص ګمارل شوي کسان کوښښ کوي دلته د شته خلکو تشکل مات کړي، او له اقتصادي، سياسي، ټولنيز او ژبني پلوه دا سيمه محرومه کړي او دلته د ناامنۍ، ښونځيو د سوځولو، غلاوو يا خلکو د ګواښلو پر مټ يو لوري ته پښتانه نوم بدي کړي او بل لوري ته ددې سيمې اقتصادي برم مات کړي، خلک بيکاره شي، د کورونو کرايي ارزانه شي، د کورونو او ځمکو پلور او پير په ټپه ودريږي اوکرار کرار پښتانه بیرته لکه په پخوانيو وختونو خصوصا نولسمه او شلمه پيړۍ کې په پلازمينه کې په اقليت کې راشي او دلته دوی پکې خپلې قومي ګټې وټې وکړي، خو چارواکي دې يوه خبره واوري چې د پښتنو مخالف او موافق نه د ښوونځي پر خلاف دی نه هم د پوهنتون او اقتصادي بساينې پر خلاف، بلکې دا نور دي چې دوی يي له دې حقوقو او اسانتياوو بې برخې کړي، لارې خرابې دي، کوڅې خامې دي، د برېښنا پکې کمی دی، غصب پکې روان دی، مافیا ته پکې کار کيږي او باالاخره تر شاه يي ستره دسيسه پرته ده چې ددې سيمې ټول پتمن ولسونه او قومي او ټولنیز خوځښتونه بايد دې ټکي ته متوجې شي.
















