پاکستان د افغان کډوالو لپاره تر۲۰۱۷ کال د هستوکنې موده وغځوله

کابل ټکی کام  (سه شنبه، مرغومی ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): 

د بشري حقونو نړیوالې ادارې  «هیومن رایټس واچ»  خبرپاڼې د افغان کډوالو په اړه  د  «پاکستان تر ۲۰۱۷ پورې د افغان کډوالو د هستوګنې موده اوږده کړه» تر عنوان لاندې راپور خپور کړی .

راپور لیکي پاکستان د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه د افغان کډوالو د استوګنې مودې غځولو ترڅنګ باید د بشري حقونو څخه د سرغوړونې مخه هم ونیسي .

نوموړې ادارې دغه راز په خپل راپور کې ويلي دي :  چې پاکستان کې د افغان کډوالو دکارتونو مودې پای ته رسېدو او غیر یقیني حالت پاکستاني پولیسو ته د افغان مهاجرینو ځورولو، نيولو، وهلو او ټکولو د پیسو اخیستلو لارې برابرې کړي دي.

نشریه زیاتوي چې په ځانګړې توګه د افغانانو ځورونه د دسمبر په ۱۶ مه ۲۰۱۴ میلادي کال پېښور کې پر پوځي ښونځي د پاکستاني طالبانو برید پولیسو ته ښه پلمه جوړه کړه.

د نوموړې ادارې اسیايي څانګې مرستیال «فیلیم کاین» ويلي دي، چې افغان کډوالو ته د استوګنې مودې تمدید به د کډوالو مصؤنیت کم کړي، خو ددې تر څنګ د پاکستان دولت ته لازمه ده، چې پولیسو ته هم د افغان کډوالو د نه ځورولو امر وکړي او مخه يې ونیسي.

 د «فیلیم کاین» په وینا د پاکستان پولیسو له لوري د افغان کډوالو ځورېدل ددې سبب شوې، چې دوي تګ راتګ محدود کړي، اقتصادي ستونزې یې ډېرې شي او د زده کړې او کار او بار  په لاره کې یې خنډونه جوړ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button