کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۳۱ زمری ، ۱۳۹۸ل)
دملي ټلویزون په شمول یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې دثبات اوهمپالنې ټیم ځینې سرچینو ورته تایدکړې چې محمدمحقق داجرایه رئیس له ټاکنیز ټیم سره یوځای شوی.
محمدمحقق دملي امنیت دپخواني رئیس اوراتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته دنوماند حنیف اتمر دویم مرستیال وو.
سرچینو په دې اړه نور څه نه دي ویلي چې محقق دکومو لاملونو په اساس له حنیف اتمر جلا او عبدالله عبدالله سره یو ځای شو؟
خو زیاته کړې یې ده چې نوموړی به دوه ورځې وروسته، دشنبې په ورځ یوه ناسته کې په رسمي توګه دغه پیوستون اعلان کړي.


















