له اوتو بوتو د ټرمپ څه هدف دی؟؟؟

غورځنګ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې له کومه وخته هم له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي دي له هماغه وخته تر اوسه پورې له مختلفو لوريو غږېږي، هغه د چا په اصطلاح هسې اوتې بوتې وايي يعنې څوک یې نه په ښه پوهېږي او نه هم په بد.
کله وايي چې له افغانستان څخه خپل ژر تر ژره خپل ټول عسکر وباسم! له دې خبرې يې چې لا څو ورځې يا هفتې نه وي وتلې بيا يې دريځ په بل لټ اوښتی وي او وايي چې له افغانستان څخه خپل ټول نظامي عسکر وباسم خو استخباراتي کړۍ به مو لا هم په دې سيمه کې فعالې او پاتې وي.
کله چې يوه هفته يا کم وزيات وخت ووځي نو بيا يې دريځ بدل شوی وي او وايي چې په سوله کې مو پرمختګ کړی دی او ژر ده چې طالبان او امریکايان به د سولې په خبرو اترو کې يوې مثبتې نتيجې ته ورسېږي.
څه وخت وروسته بيا په بل لټ اوښتی وي او وايي چې که وغواړم نو د لس ميليونه افغان وګړو په وژلو سره په يوه اوونۍ کې هم افغانستان نيولی او ختمولی شم خو هېڅکله به هم دا کار ونه کړم! او سولې ته به وفادار واوسم!
کله کله بيا سړی سرچپه شوی وي او وايي چې نه! له طالبانو سره به ژر تر ژره يوې مثبتې پايلې ته ورسېږي.
خو تر ټولو مهمه يې دا چې پرون يې ويلي چې افغانستان د ترهګرو پوهنتون دی.
نو سړی دېته حيران شي چې ښه! دا افغانستان نه! دا يې د ترهګرو پوهنتون!!
نو تاسو ولې په کې ناکام شوئ؟؟!
ولې له دومره ايټمي طاقتونو، پوځونو، وسايلو او نورو تخنيکونو سره سره بيا هم په اتلسو کلونو کې پکې توره ونه کړه؟؟؟
تاسو خو د ترهګرو ضد ياست! تاسو خو ټولې ته د ترهګرو د ورکاوي ټټر وهلی نو ولې مو يوازې د افغانستان ترهګر؟؟ ورک نه کړل؟؟
ښه که چېرته د ټرمپ د خبرو هدف طالبان وي نو دوی خو په خپلو اعلاناتو کې همېشه ويل چې هېڅکله به له ترهګرو سره خبرو اترو ته کېنه ني! نو ولې اوس طالبانو ته په زاريو او عذرونو سر یاست؟؟؟ خو ختم؟؟ يې کړئ!!
او تر ټولو عجيبه لا دا چې نړيوال بنديزونه يې هم ترې لرې کړل.
کله چې سړی فکر کوي نو دې نتيجې ته رسېږي چې د عسکرو په وېستلو کې د امريکا هم زړه کېږي او هم يې ساړه کېږي.



