وردګ: ملي اردو د واده پر مراسمو برید کړی

کابل ټکی کام( جمعه ۱وږی، ۱۳۹۸)

تېره شپه په میدان وردګ ولایت کې د واده پر مراسمو برید شوی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې چې په دې برید کې یو تن وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان دي.

دا پیښه تیر ماخستن د دې ولایت د چک ولسوالۍ په خلیلي کلي کې رامنځته شوې ده.

د کلي اوسیدونکي وایي چې د ملي اردو د قرارګاه له لوري ماخستن لس بجې شاوخوا ډي سي توپ راوتوغول شو چې د واده په مراسمو کې ولګید.

د کلي یو تن اوسیدونکي صالح رسنیو ته ویلي چې د ۶ تنو ټپیانو روغتیایي حالت ښه نه دی او په وینا یې چې د ۸ تنو نورو روغتیایي حالت بیا دومره ډیر د اندېښنې وړ نه دی.

ملي دفاع وزارت هم پیښه تائید کړې او مرستیال ویاند فواد امان ویلي چې له دې ډول پیښې خبر ورته رسیدلی خو له بشپړو معلوماتو نه یې ناخبري ښودلې.

د یادونې وړ ده چې د ملي اردو لخوا ډیری وخت ورته پیښې رامنځته کیږي خو حکومت یې تر اوسه مخنیوی نه دی کړی.

د کمکي اختر په شپه هم کډو ځواکونو د پکتیا په زرمت ولسوالۍ د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې تر لسو زیات ولسي وګړي ووژل.

مربوطه مطالب

Back to top button