پنټاګون؛ فاریاب کې دخپلو دوه وژل شوو سرتېرو هویت اعلان کړ

کابل ټکی کام (جمعه ، ۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د امريکا دفاع وزارت یا پنټاګون فارياب ولایت کې دوه ورځې وړاندې د خپلو دوو وژل شویو سرتيرو هويت اعلان کړ.
پنټاګون زیاتوي، دوو وژل شویو کې یو یې ۳۱ کلن 《لویس ډیلیون فیګورا》 او دويم یې ۳۵ کلن 《جوس ګونزالز》 دی.
د احصایې د راپور په اساس روان کال افغانستان کې دطالبانو له لوري د وژل شويو امريکايي سرتيرو شمېر ۱۴ تنو ته ورسيد.
دا امریکایي سرتیري داسې حال کې وژل کیږي چې وسلوال طالبان او امریکایي لوری تر ټولو مهم پړاو مذاکراتو ته سره ناست دي، دسرچینو په وینا ممکن نږدې راتلونکو څو ورځو کې هوکړه اعلان شي.


