د زندانیانو د ارام اوسیدو لپاره “ګلابي رنګه زندانونه” جوړیږي

سويټزرلینډ هیواد کې حکومتي چارواکو د زندانیانو د کوټو او د کالیو رنګ ته ګلابي ته مایله رنګ ورکړي دوئ وايي، دې رنګ سره د زندانیانو غوغا او ذهني حالت باندې مثبت اثر کړي ده، سويټزرلینډ چارواکو دې پروژې ته “کول ډاون پنک” نوم ورکړي دغې پروژې د مثبت اغیز له امله په ځینې نورو اروپايي هیوادونو کې هم زندان او زندانیانو ته ورته رنګ ورکړي.

پوهان وايي، چې رنګونه د انسان پر حالت مثبت او منفي اثر کوي مثلاً سور رنګ ته په کتو د انسان لوږه او اشتها زیاتیږي نو همدا وجه ده چې په هوټلونو کې سور رنګ زیات لیدل کیږي خو اسماني رنګ بیا اشتها کموي نو همدا رنګه هر رنګ د انسان پر حالت او موډ یو ډول اثر لري.

تر کومه چې ګلابي رنګ ده هغه د خوشالۍ او خواخوږۍ جذبه په انسان کې پیدا کوي نو ځکه ارواه پوهان هم په دې خبره یوه خوله دي چې ګلابي رنګ په سترګو ښه لګیږي او انسان ورسره سکون او ارام احساس کوي.

تر اوسه ګلابي رنګ د سويټزرلینډ په لسو زندانونو کې ازمویل شوي خو ددې زندانونو مسؤلین وايي، چې دې رنګ په زندانیانو مثبت اغیز کړي بل لور ته ددې هیواد پوهانو ویلي چې دا رنګ باید ښوونځيو او متعلمینو د یونیفارم او د هوايي میدانونو د عملې باندې هم وازمویل شي خو ددې هیواد ځینو زندانیانو په دې رنګ نیوکه کړي هغوئ ویلي، چې ګلابي رنګ کې موږ ډیر کمزوري او ماشومانو پر څیر ښکارو.

مربوطه مطالب

Back to top button