په ډانگ پييلې توگه په ملي خيانت اعتراف!!

څارنوال حشمت عبيدي
طالبانو او نورو ډيرى ويښو افغانانو له ډېر پخوا دا وړاندوينه کوله چې د امريکا لخوا په چل ول او مکر فريب سره پر افغانستان حاکمې کړې څېرې د افغانستان د ارضي تماميت لپاره نه بلکې د امريکا د گټو د خونديتوب لپاره جگړه کوي خو تر ډېره ډيرى ويده افغانانو نه منله ځکه چې د امريکا لخوا واردو شويو څېرو هيڅکله سوچه خبره نه کوله او په اصطلاح له شف شف نه يې کار اخيست څو ساده لوح خلک تېرباسي چې تر يوه بريده پخپل دې مکر کې بريالي هم شول ځکه چې د افغانستان زياتره خلک له سواده بې برخې دي او زر تيروځي
خو دا چې اختر پټ ميړه ندى او د ټيکنالوجۍ په دې زمانه حقايق تر ډيره پټ نشي پاتې کيداى دا دې نن گورو چې وشهد شاهد من اهلها په مصداق پخپله په اصطلاح ولسمشر له خولې دا شف شف آخر هم شفتالو شو چې په دې سره د بيسواده او ساده او هم د ويده افغانانو ذهنيتونو ټکان وخوړ او له غفلته رابيدار شول
ولسمشر د فاعترفوا بذنبهم فسحقا لاصحاب السعير په مصداق د خپل پټ کړي ستر جرم او ملي خيانت د ارتکاب په اړه په ډانگ پييلې توگه اخر هم اعتراف وکړ چې په دې سره يې هم په دنيا او په اخرت کې ځان او خپله اداره او ملاتړي د سختې سزا مستحق وگرځول چې دا سزا به لکه د پخوانيو خلقيانو او پرچميانو په څېر په غړيدلو سترگو وگوري چې دا کار ډېر لرې نه بريښي
ولسمشر په خپله وينا کې په ډانگ پييلې توگه اعتراف وکړ چې
(د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی ځکه له دندې نه ګوښه کیږي، چې د نړیوالو د خوښې وړ څیره ده. )
(نړیوال مونږ ته په تحفه کې پیسې نه راکوي، مونږ د هغوی په نیابت جګړه دلته کوو او د نړۍ تروریستان له منځه وړو) اوس دې نو قضاوت پخپله درانه لوستونکي وکړي



