د سولې پر وړاندې خنډونه څوک ايجادوي؟؟؟
غورځنګ
داسې فکر کېده چې ګواکې د طالبانو او امریکايانو تر منځ روان مذاکرات دې ژر تر ژره په دایمي اوربند او سوله بدل شي، خو داسې ښکاري چې مذاکرات په هر پړاو کې بلا شی مخالفتونه، خنډونه او ستونزې له ځانه سره لري، ځکه خو خبرې اترې ان تر نهم پړاوه پورې ورسېدلې، چې دا دی اوس نهم پړاو پيل شو، خو دا ځل مذاکراتو ته د تېرو په څېر زياتې هيلې او اميدونه نشته بلکې د ټرمپ متضادو ويناوو هر څوک پر دې مذاکراتو بد ګماني کړي دي، ځکه چې ټرمپ داسې متضادې ويناوې تر سره کوي چې فکر کېږي چې ګواکې مذاکراتو ته امریکايان نه لېوال دي او نه هم پکې صداقت لري بلکې هسې يوه غولوونکې پروسه يې بولي.
له همدې امله ده چې امریکايي لوړپوړي چارواکي په خپلو ويناوو کې وايي چې په طالبانو يې باور نشته، چې د امریکايي چارواکو دغه ډول خبرې په خپله د سولې پر وړاندې خنډونه بلل کېږي،
دغه رنګ ولسمشر غني چې د سولې په اړه کوم ډول خبرې او اعمال کوي دا هم د سولې پر وړاندې خنډونه بلل کېږي. او ويل کېږي چې ولسمشر غني نه غواړي تر څو يې واکمني په دايمي سوله بدل شي او د ده واک دې په کې له منځه لاړ شي.
په داسې حال کې چې امريکايان او ملاتړي يې سولې ته ژمن بلکې خنډونه پکې ايجادوي نو بيا به طالبان څنګه په دغو خلکو باور وکولی شي؟؟
له دې پرته نور داسې خنډونه هم شته چې خپله هغه امريکايي جنرالان يې د سولې پر وړاندې ايجادوي کوم چې ګټې يې په دغه جنګ کې واقع دي، او مالي او معنوي ګټې یې په دغو ډول جنګونو کې خوندي دي.
همداشان هغه افغان جنرالان چې ګټې يې په جنګ کې خوندي هم سوله نه غواړي بلکې د جنګ دوام غواړي او هېڅکله سولې او د افغان وژنې بندېدلو ته ژمن نه برېښي نو په داسې حال کې د طالبانو له لوري پر دغه ډول خلکو باندې باور کول به يوه ډېره د تعجب خبره وي..
نو په پای کې ويلی شو چې د سولې پر وړاندې خنډونه اصلاً امریکا او اجيران يې ايجادوي او همدوی نه غواړي چې په افغانستان کې امن او اسلامي نظام راشي او افغانان دې په پوره او بشپړ امن کې ژوند وکړي.



