سیاسي مبصر ډېن کالډویل: ۵۷ سلنه امریکایان له افغانستانه دخپلوسرتېرو وتل غواړي

کابل ټکی کام (جمعه ، ۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)

امریکايي سیاسي مبصر، ډېن کالډویل، لیکي د خارجي پالیسۍ ځیني امریکايي ماهران وايي که چیري ټرمپ له افغانستانه امریکايي ځواکونه راوباسي، امریکایان به د ټرمپ مخالف سي.

لیکوال وايي، دا یوه غلطه ادعا ده، ځکه د عامه افکارو سروې ښيي چي د ټرمپ دا اقدام به زیات امریکایان لا خوشحاله کړي، اونوموړی به دامریکا په تاریخ کې یو اتل ثبت شي.

لیکوال کاږي موږ افغانستان د سپټمبر تر حملو راوروسته اشغال کړ، څو هلته القاعده او طالبان مجازات کړو. موږ خپل هدف تر لاسه کړ. خو موږ په افغانستان کي خپل ماموریت پراخ کړ، او د ملت او دولت جوړولو په لټه کي سو. پدې برخه کي موږ زیات تاوان وکړ.

له نېکه مرغه اوس امریکایان پوه سوي دي چي افغان جنګ یو عبث او زیانمن جنګ دی. ۵۷ ٪ امریکایان له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل غواړي.

لیکوال وايي ټرمپ پر سمه لاره روان دی. د امریکا خلګ يې ملاتړ کوي. اکثره امریکایان پوهېږي چي زموږ بې پایانه جنګونو موږ نه یو مصئون کړي.

داپه داسې حال کې ده چې طالب او امریکایي مرکچیان دامهال تر ټولو مهم پړاو مذاکراتو ته ناست دي، ددواړو جهتینو لخوا یوشمېر سرچینو دغیر متصور پرمختګ خبر ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button