دایکنډي : د پوهنې ریاست شپږ میلیونه افغانۍ غلاشوي دي

کابل ټکی کام  (سه شنبه، مرغومی ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): 

د دایکنډي چارواكو ويلي دي، چې د دغه ولايت د پوهنې  رياست شپږ ميليونه  افغانۍ غلا شوې دي.

د دغه ولایت د پوهنې رياست مالي آمر سيد مصطفى موسوي وايي، د پوهنې رياست معتمد درې ورځې وړاندې له بانك څخه د دې ادارې شپږ ميليونه افغانۍ  را ايستلې وې، خو كله چې د پيسو بيك سره کورته روان وه په لاره کې ترې تم شوی دی.

د موسوي په وینا اوس مهال د معتمد اړېکه له خپل کور او د پوهنې له اړوند چارواکو سره شلېدلې ده، له درې ورځو را په دې خوا پولیسو د معتمد کور تر مراقبت لاندې نيولی .

د دایکنډي والي «معصومه مرادي» پېښه تائید کړې او امنیتی ارګانونوته یې دنده ورکړې ترڅو د پېښې په اړه جدي پلټنې وکړي .

مرادي زياتوي، د پېښې عاملين به ډېر ژر پيدا او ستونزه به حل شي.

دا لا جوته نه ده چې د پوهنې ریاست دغه بوديجه معتمد غلا کړی او که معتمد له پیسو سره تښتول شوی دی.
د یادونې وړ ده،  چې تر دې يوه مياشت وړاندې په دايكنډي ولايت كې د ښاروالۍ يو ميليون بوديجه هم د خپلو كاركوونكو لخوا غلا شوې وه چې د چارواکو په وینا عاملین يې ونيول شول .

 

سليم بریال 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button