جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

درې پوښتنې!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 19, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
18
ځلې شریک شوی
226
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

اوډون: خوشال درانی
عیسوي راهب موسکی شو. نورو راهبانو ته یې وکتل، په فاتحانه انداز یې وویل: دا ځل یې حتماً ګټم. نن به د حق او باطل پته ولګیږي.
نورو راهبانو په غاړه کې ځړیدلي صلیبونه ښکل کړل. ټولو وویل هو نن به حتماً دا مناظره ګټو!
عیسوي راهب د مسلمان ځوان خونې ته ننوت. په لوړ غږ یې وویل: مناظرې ته تیار یې؟
مسلمان ځوان زړه کې وویل: لویه ربه! د تل په څېر بیا پر دوی بری راکړه. تاته مې پناه دروړې او تاته پناه دروړم.
ځوان وویل: هو تیار یم. تاسې خپلې پوښتنې وکړئ، زه به ستاسې پوښتنې د لوی خدای په مرسته ځوابوم.
راهبان خپلو کې وبوږنېدل، اوس یې هم د ګټلو خیال ویني!
راهب وویل: درې پوښتنې دي، که دې ځواب کړې، زه د اسلام دین منم، که نا ځوابه پاتې شوې، نو ته به ……..
مسلمان ځوان مسکی شو. لومړی شرط دې منم؛ خو وروستی شرط دې بېرته واخله! زه ان شاء الله ستا پوښتنې ځوابوم.
نورو راهبانو چیغې کړې، ځواب یې نه لري، له مناظرې وډار شو……
مسلمان ځوان په ارامه وویل : هیله کوم چېغې مه وهئ! خپلې پوښتنې وکړئ!
راهب وویل: لومړۍ پوښتنه: الله ج که وي، نو شکل یې راوښایه؟
دویمه پوښتنه : شیطان له اوره پیدا شوي، نو اور به اور څنګه وسوزي؟
درېیمه پوښتنه: قضاء او قدر څه ته وايي؟
مسلمان ځوان سوچ کې شو، خو وروسته یې یوه ښه کلکه څپېړه عیسوي راهب وواهه.
نورو راهبانو چیغې کړې، هلئ بې ځوابه شو، موږ خو د وهلو لپاره نه وو راغلي؟ وګورئ زموږ راهب یې وواهه، د پوښتنو ځوابونه نه لري!
خونه کې عیسویانو چېغې شروع کړې، خو مسلمان ځوان وویل ارام اوسئ! دغه یوه څپېړه ستاسې د ټولو پوښتنو ځواب دی؛ خو لږ فکر وکړئ!
راهب مخ وسولاوه. څپېړه او ځواب؟ زه دې ووهلم، ودردېدم، ته وايي ستا د پوښتنو ځواب و؟
مسلمان ځوان را وچت شو. غوږ شئ! دغه یوه څپېړه ستاسې د ټولو پوښتنو ځواب دی.
مسلمان ځوان وویل: درد احساسوې؟
عیسوي راهب وویل: هو، ډېر سخت دې ووهلم، ټول مخ مې درد کوي.
مسلمان ځوان وویل: د درد شکل ښودلی شې؟
عیسوي راهب: نو د درد شکل څنګه دروښایم؟
مسلمان ځوان: الله ج شته؛ خو په دې دنیا کې یې زموږ سترګې د هغه د لیدو توان نه لري. موږ باید همداسې عقیده ولرو، چې الله شته: خو موږ یې نشو لیدلی او نه یې شکل چا ته ښودلی شو.
عیسوي راهب سر ټیټ کړ. ښا دویمه پوښتنه؟
مسلمان ځوان: زما لاس د څه شي جوړ دی؟
راهبان: خو له غوښې او هډوکي!
مسلمان ځوان او ستا مخ؟
عیسوي راهب: خو زما مخ هم له غوښې او هډوکي.
مسلمان ځوان: غوښې بله غوښه خوږ کړه؟
عیسوي راهب: هو، مخکې مې هم درته وویل، چې مخ مې سخت درد کوي.
مسلمان ځوان وویل: دا یې دویم ځواب، که الله ج وغواړي، نو اور به په اور وسوزوي.
نورو چېغې کړې، هغه بله پوښتنه؟
مسلمان ځوان عیسوي راهب مخاطب کړ. ته پرون پوهېدې، چې زه به دې ووهم؟
عیسوي راهب: نه
مسلمان ځوان: نن هم پوهېدې چې زه به دې ووهم؟
عیسوي راهب: نه، زه د وهلو لپاره نه وم راغلی.
مسلمان ځوان: دا یې قضا او قدر
یو عیسوي راهب چېغه کړه، ځوانه! ماته کلمه ووایه، زه د اسلام مبارک دین منم. أَشْهَدُ أَنّ لَّا إِلَٰهَ إِلَّإ الله و أَشْهَدُ ان محمد رسول الله

مخکینې مطلب

ســوله څرنــګه او له چا سـره ؟

بل مطلب

دایکنډي : د پوهنې ریاست شپږ میلیونه افغانۍ غلاشوي دي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com